د روژې یوولسمه ډالۍ | ولې اې ظاهري مسلمانه ؟!
اې تش په نوم مسلمانه! څومره دې پر الله تعالی باور کمزوری شوی دی، ولې ؟
آيا ته سکون په ميکده ( می خانه ) کې غواړې ؟
آيا ته سکون په ډُول او سورنا کې غواړې ؟
آيا ته سکون په شتمني کې غواړې ؟
آيا ته سکون په ښه موټر او ماڼۍ کې غواړې ؟
آيا ته سکون د ملګرو لخوا په عزت کې غواړې ؟
آيا ته سکون د بل مسلمان په ځورولو کې غواړې ؟
آيا ته سکون د دوستانو په ډېرښت کې غواړې ؟
آيا ته سکون د حرام په خوړلو کې غواړې ؟
آيا ته سکون د بل په لور یا خور کې غواړې ؟
آيا ته سکون په مېله ، مجلس او محفلونو کې غواړې ؟
که ستا ځواب (يا) وي نو ولې نشه کوې ؟
ولې سروز اورې ؟
ولې د پيسو ګټلو لپاره لمونځ قضا کوې ؟
ولې د ملګرو په منځ کي د عزت لپاره درواغ وايې ؟
ولې د بل خور ستا مخته د درېدو جرأت نه لري ؟
ولې د پيسو ګټلو لپاره طلاق او قسم اخلې ؟
ولې د بل په لور پسې ګورې ؟
ولې د بل عيبونه لټوې ؟
ولې دي په محفلونو کي خپل خالق (ج) هېر وي ؟
ولې خپل مسؤليت نه ادا کوې ؟
ولې ستا څخه ټولنه شر ويني ؟
که يي د ځوابولو له پاره دليل نه لرې نو آیا الهي عذاب او عتاب ته چمتو یې ؟ ګوره ! اوس هم وختي دی ، مه ناوخته وه . نن د عمل ورځ ده بېله حسابه، خو سبا د حساب ورځ ده بېله عمله !